د چين او افريقا د ښځو تعليم په اړه ځانګړې غونډه د سپتمبر د ۵مې نېټې په سهار په بېجينګ کې تر سره شوه.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمنې او د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان د نجونو او ښځو د تعليم هڅوونکې استازې پنګ لي يوان په دغه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
د افريقايي هېوادونو د هغو ۲۶ مشرانو مېرمنو او استازو هم په دغه غونډه کې ګډون کړی و، چې د ۲۰۲۴م کال د چين او افريقا د همکارۍ فورم په بېجينګ سرمشريزه کې د ګدون لپاره چين ته راغلې دي.