د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۵مې نېټې په ماښام د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د روانډا له ولسمشر پاول کاګامي سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږیدلی دی.
شي جين پينګ له روانډايي سیال سره په لېدنې خوښي ښودلې او ويلي يې دي، چې د چين کمونېست ګوند او د پورانټ پاټريوټيکوي روانډايس(Front patriotique rwandais) خلکو ته د خدمت لپاره حکمتوالي کوي او د ګوندي ابادۍ او د هېواد د پرمختګ د لارښوونې په چارو کې د لېدو وړ لاسته راوړنې لري.
نوموړي ويلي، چين به له روانډا سره متقابل سياسي باور پياوړی او ګډې نظريې به ورسره پراخې کړي او د عصري کېدو لپاره به ورسره ګډې هڅې او پرمختګ وکړي.
شي جين پينګ زياته کړې، د چين او افریقا د همکارۍ فورم سرمشريزه به د دواړو خواوو د اړيکو په تاريخ کې د نوې پړاو پرانيزي او خپلمنځي دوسانه اړيکو ته به یې تاريخي فرصتونه برابر کړي.