د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمنې پنګ لي يوان د سپتمبر د ۶مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د کانګو د ولسمشر له مېرمنې انټوينيټي سره کتلي دي.
مېرمن پنګ لي يوان د انټوينيټي ستاينه کړې، چې له اوږدې مودې راهیسې يې د افريقا د روغتيايي چارو لپاره کار کړی او هيله یې ښودلې، چې دواړه هېوادونه په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ او تبادلې پياوړې کړي او د چين او افريقا خلکو ته ګټې ورسوي.
انټوينيټي هيله څرګنده کړې، چې د روغتيا او تعليم په برخو کې له چين سره همکارۍ زياتې کړي او د افريقا او چين تر منځ د دوستۍ د ټينګښت لپاره خدمتونه وکړي.