د چين د سوداګرۍ وزارت د سپټمبر په ۷مه نېټه خبري رسنيو ته خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د نړيوالې سوداګرۍ د خبرو اترو استازي او مرستيال وزير وانګ شو ون په همدې ورځ د امريکا د سوداګرۍ له مرستيالې وزيرې ماريسا لاګو سره په تيان جين کې د سوداګريزو او تجارتي چارو په هکله د دواړو هېوادونو د کاري ډلو د مرستيال وزيرانو په کچه په ګډه د دويمې غونډې مشري وکړه.
چين په عمده توګه د امريکا لخوا د ۳۰۱ ګمرکاتي مالياتو اود بيړيو جوړولو په شمول د توليدي چارو د ۳۰۱ څيړنې، د ملي خونديتوب ساتلو پلمې د بې ځایه کارولو، پر چيني تصديو د بنديز لګولو، د متقابلو پانګونو د محدوديت، له چين سره د تجارت په ترڅ کې د ځان د ساتنې غوښتنې، په امريکا کې له چيني تصديو سره د ناعادلانه چلند کولو په شمول چارو ته پاملرنې کړي دي. دغه راز، چين له دې سره مخالفت کوي، چې امريکا د توليدي انرژۍ د اضافه کولو په پلمه د سوداګرۍ او پانګونې په بهير کې بنديزونه لګوي.