هالنډ حکومت پدې وروستيو کې د هغو هېوادونو شمېر زیات کړی، چې له دغه هېواد څخه د ليتوګرافۍ ماشينونه واردوي.
د هالنډ د اموستردام ازادۍ پوهنتون پروفيسور هنګ اوفوبېک خبري رسنيو سره د مرکې پر مهال د هالنډ د يادې پرېکړې اصلي لامل پر دغه هېواد د امريکا زیاتېدونکي فشارونه ښودلي دي.
نوموړي ويلي، که څه هم د هالنډ حکومت د امريکا له غوښتنې سره مخالفت لري، خو د یوه کمزوري او کوچني هېواد په توګه اړ شوی، چې د واشنګټن په غوښتنې ځينو هېوادونو ته د ليتوګرافۍ د خپلو ماشينونو صادرات محدود کړي.
اوفوبېک ويلي، امريکا غواړي د عصري او پرمختللو تخنيکونو په برخه کې د چين د پرمختګونو مخه ونیسي او همدا یې پر هالنډ د واشنګټن د فشارونو اصلي لامل ښودلی دی.