د چين دولت رئیس شي جين پینګ د سپتمبر په نهمې نېټې د کوریا ډيموکراتيک جمهوريت د ملي جشن د ۷۶ مې کليزې په پار د دغه هېواد مشر کېم جونګ اون ته د مبارکۍ پيغام لیږلی دی.
نوموړي باور ښودلی، چې د ډيموکراتيکې کوريا خلک به د کېم جونګ اون په مشرۍ او د کارګرانو ګوند په لارښوونې په خپلو سوسياليستي چارو کې پرله پسې او لالوی برياليتوبونه ترلاسه کړي.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چين به له ډيموکراتيکې کوريا سره دوديزې همکاريزې اړیکې ښې او ټينګې وساتي او وده به ورکړي او د سوسياليستي چارو د پرمختګ لپاره به یې ګډې هڅې وکړي، د دواړو هېوادونو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره به لازيات خدمتونه وکړي.