د چين د ايکولوژۍ او چاپېريال وزارت د سپتمبر په اتمې نېټې خبر ورکړی، چې د چين او امريکې کاري ډلو په بېجينګ کې د ۲۱مې پېړۍ د دوهمې لسیزې لپاره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې د پياوړتيا په پار دویمه ناسته ترسره کړې ده.
خبر وايي، دواړه هېوادونه به د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د لاسليکوونکو هېوادونو د ۲۹مې غونډې(COP29) په څنډې کې له رئيسه هېواد اذربايجان سره د ميتان او له کاربن ډای اوکسايډ پرته د نورو شنو خونو ګازونو په تړاو سرمشريزه ترسره کړي.
په خبر کې همدارنګه راغلي، چې چين او امريکا به د ډيالوګ او همکاريو د پياوړتيا په پار ګډې هلې ځلې وکړي او د يادې غونډې د برياليتوب لپاره به له اذربايجان څخه ملاتړ وکړي، څو ټاکلې موخې پوره او د پاريس تړون د شپږمې مادې په پلي کولو کې پرمختګونه رامنځته شي.