د عامه امنيت نړيوال همکاريز فورم د ۲۰۲۴م کال غونډه د سپتمبر په ۹مې نېټې د چين د جيانګ سو ولایت په ليان يون ګانګ ښار کې پرانيستل شوه.
د دغې غونډې منځپانګه “د بدلون په حالت کې د همکاريو لټول او د عامه امنیت د نړيوالې ټولنې رامنځته کول” پر موضوع ورټوله وه.
په دغې غونډې کې د مالیزیا، میانمار، پاکستان، قزاقستان، تاجکستان، سربیا او ایتوپیا په ګډون د ۱۲۲ هېوادونو، سیمو او نړیوالو سازمانونو څه باندې ۲۱۰۰ استازو ګډون کړی و.