د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير سون وې دونګ د سپتمبر په ۹مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د استانه سرمشريزې له پای ته رسېدو وروسته، چين د دغه سازمان د نوبتي رئيسه هېواد په توګه ټاکل شوی او په راتلونکي کال کې به یې ۲۵مه سرمشريزه ترسره کړي.
نوموړي ويلي، د راتلونکي کال سرمشريزه د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې تر ټولو مهمه غونډه ده او هېواد به یې د دغه سازمان په چوکاټ کې د سياست، امنيت، اقتصاد او کولتور په اړه څه باندې ۱۰۰ غونډې او فعاليتونه ترسره کړي.