سولا د سنیګال اوسیدونکی دی او سوداګريزې چارې پر مخ وړي. نوموړی له اوږمهال راهیسې په چين کې کاروبار کوي او په دې وروستیو کې ډېر مشهور شوی دی.
نوموړي په يوه لنډې ویډيو کې ويلي، چې هغه له یوه چیني شرکت څخه څه باندې سل برېښنايي موټرونه اخیستي او پلان لري، چې په سنيګال کې د ټیکسيو ټرانسپورټي شرکت جوړ کړي. که د نوموړی دغه سوداګريزه چاره بريالۍ شي، نو دغه چاره به د افریقا نورو هېوادونو ته هم وغځيږي.
سولا شل کاله کيږي، چې په چین کې سوداګري کوي او په چيني ژبې روانې خبرې کولی شي.
نوموړی په يادې لنډې ويډيو کې د چیني برېښنايي موټر اوډیو يا غږيز سیسټم یاد کړی او دغه تخنیکي سیسټم یې په زړه پورې بللی او په خبره یې، افریقايان به یې هم خوښ کړي او د خپلو چارو په عصري تخنیک کې به یې وکاروي.
سولا پر يادو برېښنايي موټرو سربېره، د سنیګال د تیلو سټېشنونو او سوپر مارکيټونو د دروازو پر وړاندې او د عمومي لارو په څنډو کې د برېښنايي چارج وسایل هم نصب کړي دي.
نوموړی وايي، دا هر څه يې د چیني تجربې له لارې ترتیب کړي او هغه چین یو پوهنتون ګڼي او په خبره یې، دی غواړي د چین د بریالې تجربې په کارولو سره د خپل هېواد ځايي وګړیو ته ګټې ورسوي.
چین له افریقايي هېوادونو سره همکارۍ کړي او خپلې ګټورې تجربې يې ورسره شریکې کړي او افریقايایانو ته یې ډېرې ګټې رسولې دي.
د کینیا، جنوبي افریقا او سنیګال په شمول د زیاتو افریقايي هېوادونو مشرانو د چین او افریقا د همکاریز فورم بېجینګ سرمشریزې کې، چې څو ورځې مخکې پای ته رسېدلې، په ډاګه ويلي، چې چین د افریقا صمیمي او د باور وړ ملګری دی.
شمېرې ښيي، تېر کال د چین او افریقا ترمنځ سوداګریز ارزښت ۲۸۲ میلیارډو او ۱۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلی دی. چیني شرکتونو په تېرو لسو کلونو کې په افریقا کې د ۷۰۰ میلیارډو ډالرو په ارزښت د پروژو تړونونه لاسلیک کړي او د ټرانسپورټ، انرژۍ، برېښنا او کورونو په شمول ډېرو برخو کې یې یو لړ بریالۍ پروژې بشپړې کړې دي او د ځايي اقتصاد او ټولنې پرمختګ یې هڅولی دی.
د برېښنايي موټرونو په ګډون زرغونې چارې د چین او افریقا په همکاريو کې نوی حیاتي ځواک بلل کيږي. تېر کال افریقايي هېوادونو ته د چین د برېښنايي موټرونو او د لیتیم بېټرۍ صادراتي اندازه د ۲۰۲۲م کال په نسبت په جلا جلا توګه ۲۹۱ سلنه او ۱۰۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چين او افریقا همکارۍ روښانه راتلونکی لري.
سولا سنيګالي سوداګر دی او له چین څخه يې څه باندې سل برقي موټرونه اخیستي او دا يوه لویه پانګونه ده ، د دې څرګندويي کوي، چې د چین او افریقا همکارۍ نږدې او ښه راتلونکی لري.