د ۲۰۲۴کال د چين او افريقا د همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزه په دې وروستیو کې په برياليتوب ترسره شوه.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د سپتمبر په ۹مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هېواد به یې د ياد فورم له افريقايي غړو سره په نوي تاريخي پړاو کې د صميمي رویې او رښتينو ګټو او د سمې نظريې له مخې د يادې سرمشريزې لاسته راوړنې عملي کړي او د دواړو خواوو خلکو ته به ګټې ورسوي.
ماو نينګ ويلي، د ياد همکاريز فورم له جوړېدو راهيسې د چين او افريقا نويو همکاریزو اړیکو په نوې زمانې کې د هر موسم د ګډ برخليک ټولنه رامنځته کړې، چې ستراتيژيکي اهميت یې پر له پسې په لوړېدو دی.