په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د سپتمبر په نهمې نېټې ويلي، چې د سوله ساتو عملياتو د اصلاح او د نوي مزل د پيل بحثونو کې بايد د ملګرو ملتونو د سوله ساتو عملياتو درې اصول مراعات او همدغه اصل ته لومړيتوب ورکړل شي. دغه راز د سوله ساتو عملياتو په پلمه د ښکيلو هېوادونو په کورنيو چارو کې بايد لاسونه ونه شي او په ځايي شخړو او جنجالونو کې باید کوم هېواد برخه وانخلي.
فو څونګ په همدې ورځ د امنيت شورا د سوله ساتو عملياتو مباحثوي غونډې ته ويلي، له اوږدمهالو کړنو څخه او په تېره بيا له سختو بيو وروسته تر لاسه شوي د سوله ساتو عملياتو درې اصول د دايمي لارښوونې ارزښت لري.