د چين صدراعظم لي چیانګ د سپتمبر په لسمې نېټې په ځانګړې الوتکې کې له پلازمېنې بېجينګ څخه د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته تللی دی.
نوموړی د سعودي عربستان د شهزاده او صدراعظم محمد بن سلمان په رسمي بلنې د چين او سعودي عربستان د لوړې کچې ګډې کمېټې په څلورمې غونډې کې د ګډون په پار سعودي ته تللی دی.
لي چيانګ د ریاض هوايي ډګر کې رسنیو ته ويلي، چې هغه به د خپل سفر په درشل کې شهزاده او صدراعظم محمد بن سلمان سره د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو، دوستۍ او همکاريو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.
لي چيانګ تمه ښودلې، چې دواړه خواوې به خپلې پرمختيايي ستراتيژۍ سره ونښلوي، په بېلا بېلو برخو کې به د ګډو ګټو پر بنسټ دوه اړخيزې همکارۍ پراخې او د خپلمنځي دوستۍ بنسټ به لا ټينګ کړي او د دوه اړخيزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره به هڅې وکړي، څو د چين او د خليج پرغاړه د پرتو هېوادونو او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پرمختګ ومومي.