د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سپتمبر په ۱۰مې نېټې د اوکراين د بشري وضعيت په اړه بېړنۍ غونډه کړې، چې د دغه هېواد د بشري چارو د ښه کېدو په تړاو پکې خبرې شوې دي.
ه ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، اوسمهال د نړيوالې ټولنې تر ټولو بېړنۍ دنده دا ده، چې د روسیې او اوکرين ترمنځ د روانې شخړې د لا سختېدو مخه ونيسي او د وضعيت د ارامولو لپاره یې هڅې وکړي.
نوموړي ويلي، امريکا بايد د ځان دا ستاينه بنده کړي، چې د روسیې او اوکراين ترمنځ شخړې ته یې څومره وسلې ليږدولي او د دې ترڅنګ، د اوربند په برخه کې د چين او نورو هېوادونو پر هڅو هم باید سترګې پټې نه کړي.
ګنګ شوانګ له امريکا غوښتي، چې د روسیې او اوکراين ترمنځ د اوربند لپاره واقعي هڅې وکړي.
نوموړي زياته کړې، چين او برازيل د اوکراين د کړکېچ د سياسي حل لپاره شپږ ماده ييزه هوکړه خپره کړې، چې د اکثرو هېوادونو ګډې هيلې پکې نغښتې دي.