د شانګهای همکارۍ سازمان د ښځو فورم د سپتمبر په ۱۱مې نېټې د چين د شان دونګ ولايت په چينګ داو ښار کې پرانيستل شو او د چين دولت رئيس شي جين پينګ ورته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي ښځې د بشري تمدن او ټولنيز پرمختګ مهم ځواک او پرمخ وړونکې بللي او په خبره یې، مېرمنې د ژوند په بېلا بېلو برخو کې مهمې لاسته راوړنې جوړ لري.
شي جين پينګ ويلي، د نړۍ ډېرو مېرمنو د شانګهای همکارۍ سازمان د ښځو فورم له جوړېدو راهيسې د شانګهای روحيه ساتلې او د دغه سازمان سازمان د ښېرازۍ لپاره يې مهم رول لوبولی دی.