ډېری نړيوالې رسنۍ د لوېديځو رسنيو د سرچېنو پر اساس خبرونه ورکوي او ډېر ناسم مالومات خپروي.
د نړۍ په لوېديځ حتی په لر او بر کې د چين او هند په شان لرغوني هېوادونه نه يوازې کم پېژندل کيږي، بلکې په اړه یې ناسم خبرونه خپريږي او د خلکو ذهنونه يې معشوشوي.
د ډېرو هېوادونو په رسنيو کې د چین او هند په شمول د پرمختيايي هېوادونو په اړه ډېر کم مثبت راپورونه ورکول کيږي او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ متقابلې پېژندنې پکې کمې يا هېڅ ځای نه ورکول کيږي.
لوېديځې رسنۍ له تېر اوږدمهال راهیسې په قصدي ډول د چين په شمول پرمختيايي هېوادونو ته په بد نظر ګوري او چین د يو ګواښ په توګه يادوي. د دې اساسي لامل دا دی، چې د يادو هېوادونو د خبرو حقونه کم او يا هيڅ واک نه لري.
د ساري په توګه، په لوېديځو رسنيو کې يوازې هان قوم د چين يا چينايي يادوي او يوازې د لوی دېوال له جنوب څخه تر ګوانګ دونګ ولايت او ګوانګ شي جوانګ قوم کورواکې سيمې پورې د چين خاوره يادوي او شينجيانګ او شيځانګ د چين خاوره نه بولي.
په حقيقت کې چين په تاريخي لحاظ جوړ شوی او په بهیر کې يې ډېر زيات قومونه په يوې لويې کورنۍ کې شامل شوي دي. که مونږ د پرمختګ او بدلون په نظر نړۍ ته ونه ګورو، نو امریکا او او کاناډا بايد په نړۍ کې هيڅ شتون ونه لري، ځکه امريکا بیا د امريکايي بوميانو يا انديانو هېواد او استراليا باید د ماوري قوم هېواد وي.
د چين پېژندنه باید د دغه هېواد تاريخ او کلتور ته په کتو وشي. چین دوه زره کاله پخوانی چين نه دی، بلکې نننی چين د چين ولسي جمهوریت په ياديږي، چې هانکانګ، مکاو او تايوان یې نه بېلېدونکې برخې دي. په دغه هېواد کې مېشت خلک نه يوازې هان قوم دی، بلکې د شينجيانګ، داخلي مغولستان، شيځانګ او نورو سيمو وګړي هم پکې اوسي او د دوی ټاټوبی دی. چين يوازې يو قوم نه لري، بلکې ډېر قومونه او متمدنه ټولنه لري.
د چين په لمن کې د هان امپراتورۍ دورې پرمهال بېلا بېل قومونه راټول شوي او ګډه سیاسي، اقتصادي او کلتوري فضا يې جوړه کړې ده.
حقیقتونه دا ښکاره کوي، چې پر چين د لوېديځو هېوادونو له تيري مخکې د دغه هېواد سیسټم ډېر ښه روان و.
د يو قوم هېواد (nation state)خيالي نظر د لوېديځې نړۍ لخوا خپور شوی، چې هميشه د جنګ او کړکېچ لامل ګرځي.
په نړۍ کې د جاپان او کوريا جمهوريت په شان ډېر کم هېوادونه دي، چې خلک یې يوازې د یو قوم وګړي او په يوې ژبې ګړيږي، نو ډېری هېوادونه لکه چين، هند او امريکا له څو قومونو او نژادونو څخه جوړ شوي دي.
د بېلا بېلو قومونو پيوستون د نړۍ د پرمختګ عمده مسير په ګوته کوي. که لوېديځه نړۍ لا هم پر دې ټينګار کوي، چې يو هېواد بايد يوازې د يو قوم له لوري جوړ شي، نو د هند او پاکستان د جلا کېدو په شان به خونړۍ پېښې بيا رامنځته شي.
د نړۍ د ګډ برخلیک ټولنه د هېوادونو د پرمختګ راتلونکی لوری روښانه کوي او دغسې ټولنه د چین او هند له لرغوني نظر((يووالي نړۍ)) سره هم سمون لري.