د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د دې کمېټې د بهرنیو چارو د دفتر مدیر وانګ يي د سپتمبر په ۱۲مې نېټې د روسیې په ساینټ پیترزبورګ کې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوال سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.
دواړه خواوې د چین او هند د سرحدي چارو پر لاسته راوړنو غږېدلي او د دواړو هېوادونو ثابتې اړیکې يې د خپلو خلکو له دایمي ګټو سره سمې بللي او د سیمې د سولې او پرمختګ لپاره يې هم ګټورې يادې کړې دي.
دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د چين او هند د مشرانو ګډې نظریې به پلې او متقابل باور به پياوړی کړي او د خپلمنځي اړیکو د ښه والي لپاره به ښه شرایط برابر کړي.
اجیت دوال ویلي، هند او چین باید خپل او هم ګډ پرمختګ ته جدي پاملرنه وکړي او په خبره یې، د دواړو هېوادونو ۲،۸ میلیارډه نفوس نړۍ ته بدلون او ګړندی پرمختګ ورکولی شي.