د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سپتمبر په ۱۲مې نېټې په سنټ پيترزبورګ کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو له غړي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو د دفتر مشر وانګ يي سره کتلي دي.
پوتين له وانګ يي سره په خبرو کې د چین دولت رئیس شي جين پينګ ته نېکې هيلې او پېرزوينې وړاندې کړي او هيله یې ښودلې، چې هغه به راتلونکې مياشت په کازان ښار کې د برېکس هېوادونو د مشرانو په سرمشريزې کې ګډون وکړي.
نوموړي ويلي، هېواد به یې د روسيې او چين د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۷۵مې کاليزې په درشل کې د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمه اجماع پلې کړي، پرمختيايي ستراتیژیکې همکارۍ به ورسره پیاوړې کړي او د خپلمنځي اړيکو د ټينګښت لپاره به يې هڅې وکړي.
وانګ يي له ولسمشر پوتین سره په خبرو کې، هغه ته د شي جين پينګ نيکې هيلې وړاندې کړي او ويلي يې دي، چې د چين او روسيې هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړیکې به د دواړو هېوادونو د مشرانو د ستراتيژيکو لارښوونو په رڼا کې سالم او ثابت پرمختګ ومومي، خپلمنځي ستراتيژيکې همغږۍ به زياتې کړي، د يو اړخيز تسلط پر ضد به مبارزه وکړي او په خبره يې، دغه چارې د زمانې له پرمختګ او د پرمختیايي هېوادونو له ګډې هيلو سره سمون لري.