د امريکا د متحده ايالاتو د سوداګرۍ د استازو دفتر د ۲۰۲۴ م کال د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د دغه هېواد لخوا پر چيني توليداتو د لګول شويو اضافي تعرفو د ۳۰۱ مادې د څلور کلنې بياکتنې وروستۍ پايلې اعلان کړې، چې له مخې به يې د اضافي تعرفو د لګولو د دوام پر بنسټ د چين په ځینو محصولاتو د اضافي تعرفو کچه لوړه او د اضافي تعرفو د تابع محصولاتو ساحه به نوره هم پراخه کړي.
د چين د نړيوالې سوداګرۍ د پراختيا شورا وياند په دې وروستيو کې په یوه مطبوعاتي غونډه کې د امريکا له يادې پرېکړې سره مخالفت کړی او دا پرېکړه يې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له اصولو سرغړونه بللې او په وينا يې، د امريکا دغه يواړخيزه کړنه د دواړو هېوادونو ترمنځ صنعتي همکارۍ ته زيانونه رسوي او پر نړيوالو صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو منفي اغېزې کوي.
د چين د نړيوالې سوداګرۍ پرمختيا شورا او د چين د نړيوالې سوداګرۍ ټولنې له امريکا څخه غوښتي، چې د بازار اقتصادي قانون او د عادلانه سيالۍ اصولو ته درناوی وکړي، سمدلاسه دې له ناسمو کړنو لاس واخلي او د سوداګرۍ نړيوال سازمان په ګډون دې څواړخيز سوداګريز سيسټمونه وساتي.