د چین مېډیا ګروپ خبریال څو ورځې مخکې د کانګو له ولسمشر دانیس ساسو سره ځانګړې مرکه کړې.
د چین او افریقا همکاریز فورم د بېجینګ سرمشریزه کې چې څو ورځې مخکې پای ته رسېدلی، کانګو د دغه فورم د افریقايي هېوادونو د رئیسه هېواد دنده هم پر غاړه لرله.
ولسمشر ساسو وویل، د چین دولت رئیس شي جين پينګ په یاده سرمشریزه کې د عصري کېدو په بهیر کې د چین او افریقا لس همکاریز تدابیر وړاندې کړل، په ډاګه کړې یې چې دواړه خواوې باید په راتلونکو درېیو کلونو کې په ګډه زیار وباسي او پرمختګ ومومي. ساسو د شي جين پينګ دغه څرګندونې تاریخي اهمیت لرونکې خبرې بللې او ویې ویل چې دغه څرګندونې د نړۍ ټولو پرمختیايي هېوادونو ته دا بېلګه ښودلې چې افریقا او چین د ابادۍ نوي پړاو ته دننه شوي دي.