د چین د مالياتي چارو ادارې مرستیال مشر ژاو لي شین د سپتمبر په ۲۰مه نېټه وویل، حکومت یې د سږ کال په تېرو اتو میاشتو کې د علمي نوښت او صنعتي تولید له چارو د ملاتړ په پار د اړوندو تصدیو مالیات ۱،۸ ټریلیونه ینه کم یا بېرته ورکړي دي. دغه شان تګلارې یې د نوي کیفیت تولیدي توان د ګړندي پرمختګ لپاره حیاتي ځواک برابر کړی دی.