د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۵مې نېټې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې له خپل روسي سیال سیرګي لاوروف سره ليدلي او پر خپلمنځي اړيکو او سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو یې ورسره د نظر تبادله کړې ده.
وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، هېواد یې د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګولو پر اصل ټينګار لري، د چين او روسيې د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو مفهوم به پراخ او پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي.
نوموړي ويلي، دواړه خواوې دې د څو اړخيزم بيرغ اوچت ونيسي، د ملګرو ملتونو د منشور له موخو او اصولو څخه دې دفاع وکړي او د دغه نړيوال سازمان په مرکزیت دې د يو عادلانه او معقول نړيوال حکومتوالۍ سيسټم ته وده ورکړي.
وانګ يي زياته کړې، چين له روسيې ملاتړ کوي، چې د برېکس د نوبتي رئيسه هېواد په توګه رول ولوبوي او د کازان سرمشريزې د برياليتوب لپاره کوښښونه وکړي.
د روسیې خارجه وزیر لاوروف ويلي، هېواد به یې د دوه اړخيزو اړيکو د لا پراختيا لپاره د لوړې کچې پلان ترتيب کړي، د برېکس کازان سرمشريزې ته به چمتوالی ونيسي او له چين او د برېکس له نورو شريکانو سره به په ګډه د دغې سرمشريزې د پرمخبېولو لپاره هڅې وکړي، څو ګټورې پايلې ترلاسه شي.
دواړو سیالانو د اوکراین کړکېچ او ځينو نورو مسایلو په اړه هم د نظريو تبادلې کړې دي.