د چين د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت يو لړ شمېرې ښيي، چې د روان کال د اګست تر پايه په دغه هېواد کې د پنځه جي (5G) بېس سټېشنونو عمومي شمېر ۴ ميليونو او ۴۲زرو ته رسېدلی دی.
اوسمهال د چين په ټولو ښارونو کې کيلوميګا انټرنېټ، په ټولو ښارګوټو او علاقه داريو کې يې پنځه جي انټرنېټ او په ټولو کليو کې یې براډبېنډ انټرنېټ کارول کيږي.
د ياد وزارت يوه چارواکي رسنيو ته ويلي، چې چين به د انټرنېټ د بنسټيزو تاسيساتو ابادي دوامداره پياوړې او د پنځه جي د کارولو پيمانه به پکې پراخه کړي، څو ټولنيزو چارو او د خلکو ژوند ته اسانتياوې برابرې کړي.