د مصنوعي ځيرکتيا د ډېټاګانو د خوندیتوب او ادارې غونډه د سپتمبر په ۲۶ مې نېټې د چين په هانګ جو ښار کې ترسره شوه.
د معلوماتو له مخې، ياده غونډه د ډيجيټل سوداګرۍ د درېيم نړیوال نندارتون يوه برخه ده.
د غونډې ګډونوالو ډېټاګانې د علمي تخنيکونو او نړیوالې ډيجيټل سوداګرۍ اصلي عوامل بللي او په خبره يې، د ډېټاګانو خوندیتوب او اداره د ډيجيټل سوداګرۍ د باکيفيته پرمختګ لپاره ډېر مهم رول لوبوي او د ګردېش او د ارزښت پرانيستلو د تضمين لپاره دې اغېزمن اقدامات غوره شي.
په يادې غونډې کې د تصديو د ډيجيټل خوندي ساتلو د لارښود په تړاو يو سند هم خپور شوی دی.