د چين د ملي يووالي او پرمختګ ستاينغونډه د سپتمبر د ۲۷مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه.
په يادې ستاینغونډې کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت او مرکزي پوځي کمېټې رئیس شي جين پينګ هم ګډون او وينا کړې او پر دې يې ټينګار کړی، چې چيني ملت باید په نوې زمانې کې چيني شکله سوسياليستي مفکوره او په تېره بيا د قومي چارو د پياوړتيا او ښه والي په برخه کې ګوندي مفکوره پلې کړي، د چیني ملت د ګډې ټولنې د فکرونو پرعمده برخو باید ټينګار ولري، د قومي يووالي او پر له پسې پرمختګ، په نوې زمانې کې د دې ګوند د قومي چارو باکيفيته پرمختګ او د چيني ملت د ګډې ټولنې ابادي باید پرمخبوزي او د چيني شکله عصريتوب له لارې د پياوړي هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د سمسورتيا لپاره باید نه ستومانه کېدونکي کوششونه وکړي.