د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د سپتمبر په ۲۷مه نېټه د جاپان د ازادې ډيموکراسۍ ګوند د نوي مشر اشیبا شیګرو د ټاکل کېدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې رسنیو ته وویل، موږ د دې ټاکنو اړوندې پايلې معلومې کړې. دا د جاپان داخلي چارې دي او چين به په دې اړه تبصره ونه لري. د چين او جاپان د اړيکو اوږدمهاله، سالم او ثابت پرمختګ د دواړو هېوادونو د خلکو د اصلي ګټو سره سمون لري او د دواړو هېوادونو يوازیي سم انتخاب دی. هيله ده چې جاپان له تاريخ څخه زده کړه وکړي، د سوله ييز پرمختګ پر لارو چارو ټینګار وکړي او د خپلمنځيو اړيکو په دوامداره توګه سالم او ثابت پرمختګ ته پام وکړي.