د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيرو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۶مه نېټه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د برېکس هېوادونو د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ.
د برازيل د بهرنيو چارو وزير د دې غونډې مشري کړې ده.
وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، اوسمهال نړيوال حالات د چټک بدلون په حال کې دي. د برېکس هېوادونه بايد د نړۍ د قطبي کېدو او د اقتصادي نړيوالتوب لپاره هڅه وکړي.
نوموړي درې وړانديزونه ورکړي، لومړی د برېکس هېوادونه دې د ګډ امنيت ابتکار وکړي ترڅو دايمي سوله رامنځته کړي. دويم، د برېکس هېوادونه دې د پرمختګ په لومړيتوب غوره وکړي او د پرمختګ ستونزې دې حل کړي. درېیم، د برېکس هېوادونه دې په څواړخېزم ټينګار وکړي او د نړيوالې ادارې جوړښت دې بشپړ کړي.