د چين د خارجه وزارت وياند د سپتمبر په ۲۹مې نېټې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د وژنې په اړه رسنيو ته ويلي،چې هېواد يې دغې پېښې ته زياته پاملرنه کړې او د سيمه ييزو حالاتو پر ترينګلتيا اندېښنه لري.
نوموړي ويلي، چين د لبنان پر ملي حاکميت او امنيت له تېري کوونکو کړنو، بې ګناه ولسي وګړيو ته د مرګژوبلې اړولو او د سيمه ييزو حالاتو له خرابېدو او هر ډول تېزېدونکو کړنو سره مخالفت کوي.
هغه له ښکليلو خواوو په ځانګړې توګه اسرائيل څخه غوښتنه کړې، چې د حالاتو د ارامېدو په پار اغېزمن تدبيرونه ونيسي او د سيمه ييزې شخړې د لا پراخېدو مخنيوی دې وکړي.
نوموړي د لبنان او اسرائيل نښته د غزې شخړې د پراخېدو پايله بللې ده او زياته کړې يې ده، چې اوسمهال په سیمې کې بيړنۍ دنده د امنيت شورا د اړوند پرېکړه ليک پلي کېدل، په غزې کې د اوربند ترسره کېدل او منځني ختيځ کې د سولې او ثبات ساتل دي.