د ډيجيټل سوداګرۍ درېيم نړيوال نندارتون د سپتمبر په ۲۹مې نېټې د چين د جه جيان ولايت په هانګ جو ښار کې پای ته ورسېد.
د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې ۱۵۴۶ تصديو ګډون کړی و او څه باندې ۳۰ زرو مسلکي سوداګرو پکې د پېر او پلور په اړه نظر تبادلې او سلامشورې کړي او د نندارچيانو شمېر يې له ۲۰۰ زرو څخه زیات ښودل شوی دی.
د دغه نندارتون د ترسره کېدو پر مهال د ۱۱۳ پروژو تړونونه لاسلیک شوي او عمومي ارزښت يې ۱۶۵ ميليارډه او ۸۰ ميليونه یوان ښودل شوی دی.