د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په وياړ زما د چين کيسې په نوم فعاليت د سپتمبر په ۲۸مې نېټې د امريکا په نيويارک ښار کې په برياليټوب ترسره شو.
په دغه فعاليت کې په امريکا کې د چين سفير شيې فنګ او د امريکا او چين د سوداګرۍ عمومي ټولنې مشر هو وی په شمول د چين او امريکا نژدې سلو ملګرو شخصيتونو ګډون کړی و.
ياد فعاليت ته د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتي څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ويډيويي وينا کړې ده.