د چين د حکومت د ۲۰۲۴م کال د دوستۍ جايزې د ورکولو مراسم د سپتمبر په ۳۰مې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د چين د دولتي شورا غړې شن يي چين هم ګډون او وينا کړې او جايزې ګټوونکو بهرنيو کارپوهانو ته يې جايزې ورکړې دي.
نوموړې د چين د حکومت په استازيتوب د يادې جايزې ګټوونکو بهرنيو کارپوهانو ته مبارکي ويلې او د دوی کورنيو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړي، چې د چين د ابادۍ، اصلاحاتو او پرمختګ ملاتړ يې کړی او يا يې پکې ګډون کړی دی.
سږ کال۱۰۰ بهرنيو کارپوهانو د چين د حکومت د دوستۍ جايزه ګټلې ده.