کاناډا څو ورځې مخکې په یوې اعلامیې کې ويلي، چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه به د چین پر برقي موټرونو سل سلنه ګمرکي تعرفې ولګوي او د همدې میاشتې له ۲۲مې نېټې څخه به د چین پر ځينو پولادي او المونیمي تولیداتو هم ۲۵ سلنه اضافي مالیه ولګوي او د دغو چیني تولیداتو لېست یې هم خپور کړی دی.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند د اکتوبر په ۲مې نېټې يوې خبري ناستې ته د کاناډا دغه کړنه غندلې او ويلي يې دي، چې دا به د دواړو خواوو سوداګریزې اړیکې ویجاړې کړي او د ګردې نړۍ د تولید او غرضې ځنځیرونه به هم متزلزل او زیانمن کړي.
نوموړي ويلي، چین به د کاناډا د یواړخیزو کړنو او د ځاني سوداګرۍ ساتنې د هلو ځلو په تړاو د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته دعوا وړاندې کړي او له کاناډا څخه يې غوښتي، چې حقیقتونه درک او د سوداګرۍ نړیوال سازمان مقررات مراعات کړي.