د ملګرو ملتونو په جنېوا دفتر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو د اکتوبر په دوهمې نېټې د ملګرو کلتونو د بشري حقونو شورا په ۵۷مې غونډې کې د فلسطين او عرب د نيول شويو خاورو کې د بشردوستۍ چارو په اړه ويلي، چې د غزې پر شخړې یو کال واوښت، خو لا یې هم د پای ته رسېدو څرک نه لګيږي او هممهاله ورسره په لبنان کې هم د جنګ اور بل شوی دی.
نوموړي ويلي، دغه جنګ د دوو هېوادونو لايحه له سختو ستونزو سره مخ کړې ده.
چن شو ويلي، چين د فلسطين او عرب په نيول شويو خاورو کې د بشر دوستۍ چارو ته لوړه پاملرنه کوي او د شخړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې سمدستي تلپاتې اوربند وکړي او په غزې کې د بشردوستۍ ناورين د هواري لپاره دې ګامونه پورته کړي.
نوموړي زياته کړې، نړيواله ټولنه بايد د فلسطينيانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ اړوند پرېکړه ليکونه او د نړيوالې محکمې وړانديزونه پلي کړي او د فلسطينيانو حقه حقونه دې وساتي.