اسرائيل د اکتوبر په لومړۍ نېټې د لبنان په جنوب کې ځمکني پوځي عمليات ترسره کړي او ګڼ غبرګونونه یې راپورته کړي دي او په ورته مهال، ايران بيا د همدې مياشتې په دوهمې نېټې پر اسرائيل توغندي توغولي دي.
د چين بهرنیو چارو وزارت رسنيو ته په يوې استول شوې اعلاميې کې د منځني خيتځ پر وضعيت اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې او په تېره بیا له لويو هېوادونو څخه يې غوښتي، چې د وضعيت د لا کړکېچن کېدو مخه ونيسي.
چين په غزې تړانګې کې روان جنګ د منځني ختيځ د کړکېچونو اصلي لامل بللی او د شخړې له ښکېلو لوريو يې غوښتي، چې سمدستي په غزې تړانګې کې بشپړ او دايمي اوربند وکړي.