په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۳مې نېټې ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ ضد د امنيت شورا او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ اړوند پرېکړه لیکونه او » د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ستراتيژي « پلي کړي، د امنيت شورا د تور لېست پر ترهګريزو سازمانونو او ترهګرو باید بريدونه وکړي او د ترهګرۍ ضد په نړيوالو چارو کې باید د ملګرو ملتونو د همغږۍ رول خوندي او نور هم ټينګ کړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ شپږمې کمېټې په همدې ورځ د نړیوالې ترهګرۍ د پاکولو تدبيرونو په عنوان غونډه ترسره کړې ده.
ګنګ شوانګ يادې غونډې ته د نړیوالې ترهګرۍ د له منځه وړلو په اړه څلور وړانديزونه کړي دي:
۱.ملګري ملتونه دې پر څواړخيزو همکاریو ټينګار وکړي.
۲.پر نړیوالې قانوني ادارې دې ټينګار ولري.
۳.ملګري ملتونه دې د مجموعي تګلارو پر پلې کولو ټينګار وکړي.
۴.ملګري ملتونه دې د اغېزو پر پياوړتيا ټينګار ولري.