د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ډيموکراتيکې کوريا د دولتي شورا مشر کيم جون اون د اکتوبر په ۶مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۵مې کليزې د لمانځنې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغام لېږلی.
شي جين پينګ ويلي، چې ۷۵ کاله مخکې چين او ډيموکراتيکې کوریا رسمي اړيکې ټينګې کړې، په دې سره د دواړو هېوادونو د اړیکو نوې پاڼه پرانيستل شوې. هېواد يې غواړي چې په نوي عصر کې له ډيموکراتيکې کوريا سره يو ځای ستراتيژيکې تبادلې او همغږۍ ټینګې کړي، دوستانه تبادلې او همکارۍ ژورې کړي او د دواړو هېوادونو دوستۍ نورې پراخې کړي، څو د دواړو هېوادونو سوسيالیستي چارې ثابت پرمختګ موندلی او خلکو ته نورې ګټې رسولی شي.
کيم جون اون ويلي، چې د ډيموکراتيکې کوريا ګوند او حکومت به په نوي عصر کې د دواړو هېوادونو د دوستانه همکاريزو اړيکو د لا ټينګېدو او پرمختګ لپاره دوامداره هڅه وکړي.