د رسنيو د راپورونو له مخې، د زياتو هېوادونو او ګوندي مشرانو او د نړيوالو سازمانونو مشرانو په دې وروستیو کې په جلا جلا توګه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ ته د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کاليزې په مناسبت توده مبارکي وويله. یو خبریال په خبري ناسته کې وپوښتل چې ایا د امریکا ولسمشر جو بایډن رئیس شي جين پينګ او چینایانو ته مبارکي لیږلې؟
د چین د بهرنیو چارو وزارت وياند د اکتوبر په ۵مه نېټه وويل چې د امريکا ولسمشر جو بایډن په دې وروستيو کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په مناسبت د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته د مبارکۍ پيغام لېږلی. هغه په پيغام کې ليکلي چې د چين د ولسي جمهوريت د ۷۵مې کليزې د لمانځي په پار، زه د امريکا د خلکو په استازيتوب تاسو او چينايانو ته مبارکي او خپلې نيکې هيلې وړاندې کوم.