د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د اکتوبر په ۷مې نېټې د چيني شرکت پر موټریز کاروان د هغه ترهګريز بريد سخته غندنه کړې، چې تېره شپه د دغه هېواد د سيند ايالت په پلازمينې کراچۍ ښار کې شوی دی.
شهباز شريف په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د اکتوبر د ۶مې نېټې په شپه په کراچۍ ښار کې د يوې غميزې او دردوونکې پېښې له امله ۲ چينايان وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.
نوموړي پر دغې پېښې خواشيني څرګنده کړې، د بريدګرو کړنې يې غندلي، د چيني کارکوونکو پر مړينې يې ژور خپګان ښودلی او د دوی کورنيو او خپلوانو ته یې د همدردۍ مراتب وړاندې کړي او ټپيانو ته يې د بېړنۍ روغتيا هيله څرګنده کړې ده.
شهباز شریف ويلي، پاکستان د بريدګرو د پېژندلو په اړه پلټنې پيل کړي او عاملين به یې د قانون منګولو ته وسپاري.
نوموړي زياته کړې، پاکستان په کوردننه د چيني دوستانو د ساتلو هڅې کوي او تر خپلې وسې پورې به د چينایانو امنيت وساتي.