د ناميبيا ولسمشر نانګولو مبومبا په دې وروستيو کې د چین مډیا ګروپ له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چين او ناميبيا دوستانه هېوادونه دي او د دواړو هېواړونو همکاري د چين او افريقا د صادقانه همکارۍ بېلګه ده. هغه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شويو درېيو نړيوالو وړاندیزونو ډېره ستاینه وکړه او باور يې څرګند کړ چې د چين دغه وړانديزونه د يو لا عادلانه او ټولشموله نړيوال نظم د جوړولو لپاره ستر اهمیت لري.