شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

اروپايي ټولنه باید د چیني برېښنايي موټرو په اړه عاقلانه دريځ غوره کړي

اکتوبر 8, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0
default

default

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د اکتوبر په ۴مې نېټې د رایګیرۍ له لارې يوه مسوده تصویب کړې، چې له مخې به یې د چین پر برېښنايي موټرونو ګمرکي تعرفې لوړوي.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو دغې مسودې ته ۱۰ موافقې، ۱۲ ممتنعې او جرمني، هنګري، ملتا، سلواکيا او سلاونیا مخالفې رایې ورکړې دي.

د چین سوداګرۍ وزیر وانګ ون تاو څه موده وړاندې اروپا ته په سفر تللی و او له اروپايي چارواکو سره يې د ګمرکي تعرفو پر يادې موضوع خبرې کړې وي.

اروپايي مشرانو نوموړي ته ډاډ ورکړی و، چې له چين سره د خبرو اترو نیت لري او حتی دا یې هم ورته ويلي وو، که دوی وروستۍ پرېکړه هم وکړي، نو بیا به هم له چين سره خبرو ته دوام ورکوي.

 چین د هرې موضوع د هواري لپاره مشورې او خبرې غوره بولي او غواړي له اروپا سره پر یو لوري ګامونه پورته کړي، خو که د اروپا سیاسي غوښتنه یوازې جنجالي بڼه ولري او د يادې موضوع د هواري لپاره عملي کوښښونه ونه کړي، نو د دواړو خواوو خبرې اترې به له ستونزو سره مخ شي.

له هغه وروسته چې اروپايي کمېسیون د برېښنايي موټرو له صنعت سره د چين د حکومت د سبسایډۍ پرضد پلټنه پيل کړې، د چین د ماشینرۍ او برېښنايي تولیداتو د وارداتو او صادراتو سوداګریزې ټولنې د دغه هېواد د برېښنايي موټرو د صنعت د استازي په توګه دنده پيل کړې او مسئولین يې څو ځلې د ګواهۍ اورېدو غونډو کې د ګډون لپاره اروپا ته تللي او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له حکومتي او مسلکي شخصیتونو سره یې د نظریو تبادلې کړې دي.

د یادې ټولنې يو مسئول خبریالانو ته ویلي، چې د اروپايي ټولنې ځینو غړو هېوادونو د چین پر برېښنايي موټرونو د ګمرکي تعرفو له لوړولو سره هوکړه کړې او موخه یې دا ده، چې پر چیني تصدیو فشارونه زيات کړي او په اروپايي ټولنې کې يې پانګونې ته وهڅوي. خو د چین رویه هم کلکه ده، که اروپايي ټولنه پر چیني برېښنايي موټرونو ګمرکي تعرفې زیاتې کړي، نو د چیني تصدیو پانګونو ته به لاسرسی پيدا نه کړي او اروپايي ټولنه په داسې کړنو نه شي کولی، چې پر چیني برېښنايي موټرو د مالیاتو د زیاتولو له لارې د دغه هېواد د تصدیو پانګونې را جلب کړي. د بازار پرانيسته او عادلانه زمینه تصدۍ راجلبولی شي او همدا یې تر ټولو مناسبه لاره ده.

اروپايي ټولنې پرېکړه کړې، چې له ۲۰۳۵م کال څخه وروسته به د تېلو موټرونو په پېر او پلور بنديز لګوي او د خپلو تصدیو لپاره يې دا یو ښه فرصت بللی، چې برېښنايي موتړونه تولید کړي، خو داسې ښکاري، چې پر وړاندې يې پروسه ډېره ستونزمنه ده.

شمېرې ښيي، سږ کال د اروپايي تصدیو د برقي موټرونو د پېر زیاتوالی ورو شوی او اروپايي مشتریان یې برقي موټرونه نه خوښوي، ځکه د اروپايي تصدیو د برقي موټرونو د سیالۍ توان کمزوری دی.

د اروپايي تصدیو پر وړاندې دوې ستونزې موجودې دي، لومړۍ ستونزه یې دا ده، چې د برقي موتړونو د پرزو د تولید د اړتیا وړ کارکوونکي يې د تېلو موټرو په نسبت نیمه برخه کمه ده، یعنې که د اروپا موټري تصدۍ د برقي موټرو د توليد په لوري روانې شي، نو هلته به د خلکو د روزګار ستونزه رامنځته شي او دوهمه ستونزه یې دا ده، چې اوسمهال په اروپا کې د برقي موټرو بازار سمسور نه دی.

که د اروپا موټري تصدۍ غواړي یادې ستونزې هوارې کړي، نو د برقي موټرو د څېړنې او تولید لګښت باید تر وسې کم کړي او خپلو برقي موټرو ته باید ښه بازار ومومي، خو دا چارې د چیني تصدیو له همکارۍ پرته نه شي عملي کولی او د اروپا د موټرو تصديو هم همدغه ټکی درک کړی دی.

د اروپا د بي اېم ډبليو او بېنز په شمول د ځینو تصدیو مسئولينو څو څو ځلې پر چیني برېښنايي موټرو د ګمرکي تعرفو له لوړولو سره مخالفت څرګند کړی او پر دې اند دي، چې د اروپايي ټولنې دغه کړنه به د جرمني د موټرو تصدۍ سختې زیانمنې کړي، د چین او اروپا ترمنځ سوداګریز توپیرونه به نور هم سخت کړي او دغه کړنه به یې کوم لوري ته ګټې ونه رسوي.

چین او اروپا لا هم پر برېښنايي موټرو د خبرو اترو فرصت لري، خو که اروپايي هېوادونه د حالاتو له مخې عاقلانه رویه غوره کړي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In