د چين په شينجيانګ سيمه کې د اکتوبر د ۷۰ مې نېټې په سهار د پي ايل اې يا د چين د ملي ولسي بښونکي پوځ د توليد او ابادۍ يونټ د جوړېدو ۷۰ مه کليزه ولمانځل شوه، چې د دغه هېواد د واکمن کمونېست ګوند مرکزي کمېټې، دولتي شورا او مرکزي پوځي کمیسيون ورته د ياد یونټ د ۷۰مې کليزې په وياړ د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.
په دغې لمانځغونډې کې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم او د مرکزي پلاوي رئيس هه لي فنګ هم ګډون او وينا کړې ده.
د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ۱۹۵۴م کال په اکتوبر کې پرېکړه وکړه، چې په شينجيانګ کې د میشتو ملي ولسي بښونکو ځواکونو ټول غړي له پوځ څخه د سیمې د نورو سکټورونو پوستونو ته وليږي او د پي ايل اې اړوند د شينجيانګ د توليد او ابادۍ يونټ دې جوړ کړي.
ياد يونټ له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې خپل ماموريت ته ژمن پاتې شوی او د شينجیانګ د پرمختګ په هڅولو، د قومونو په يو موټي کولو، د ټولنيز ثبات په ساتلو او د هېواد د سرحدي سيمو په خوندي ساتلو کې يې ډېر خدمتونه کړي دي.