د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې مشر جنګ شان جیه د اکتوبر په ۸مې نېټې د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد به يې د اقتصاد د پرمختګ په بهير کې د نويو مسئلو د هواري په پار يو لړ نوې پاليسۍ خپرې کړي، څو اقتصاد يې مخ په ښه کېدو روان شي.
نوموړي ويلي، چين به د کورني لګښت د زياتولو، د سوداګريز چاپېريال د ښه کېدو، د کورونو د ثابتو بیو او د اسهامو د بازار د بيا سمسورتيا لپاره يو لړ پاليسۍ خپرې کړي.