د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې مشر جنګ شان جيه د اکتوبر په ۸مې نېټې د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر یوې خبري ناستې کې وویل، چې که څه هم کورنی او بهرنی چاپېريال پېچلی دی، خو د دغه هېواد اقتصاد ثابت او د پرمختګ په حال کې دی او د نوي کیفيت توليدي توان يې په چټکۍ راپورته شوی او باکيفيته پرمختګ ته يې وده ورکړل شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د چين د اقتصاد د پرمختګ بنسټ نه دی بدل شوی، د لوی بازار بالقوه ځواک يې لا هم شته دی او بېلا بېلې ګټورې پاليسۍ يې د پلې کېدو په حال کې دي.
نوموړي وويل، چين اوس هم په دوامدار ډول نوې پاليسۍ صادروي، په دې وروستيو کې يې د بازار په اړه باور لوړ شوی، د توليدي صنعت د پېرلو مديرانو ګراف(PMI) يې په چټکۍ لوړېږي او د اسهامو بازار يې هم بيا د غوړېدو په حال کې دی.
نوموړي په روان کال کې د چين د اقتصادي موخې د پوره کولو او د اقتصاد د ثابت او سالم پرمختګ د ساتلو په اړه پوره باور څرګند کړی دی.