د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د مرکز ارومچي ښار د کلتوري مرکز په لوي تياتر کې د اکتوبر د ۸مې نېټې په شپه په همدې سيمې کې د پي ايل اې يا د چين د ملي ولسي بښونکي پوځ د توليد او ابادۍ يونټ د جوړېدو د ۷۰مې کليزې په وياړ يوه هنري ننداره ترسره شوه.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم او د مرکزي پلاوي رئيس هه لي فنګ د بېلا بېلو قومونو او د بېلابېلو برخو له استازو سره يو ځای ياده ننداره وکتله.
په يادې هنري نندارې کې د پي ايل اې بېلا بېلې لاسته راوړنې تمثيل شوي او د هه لي فنګ په شمول ګڼو نندارچيانو د نندارې د لوبغاړو تمثيل په تودو چکچکو بدرګه کړی دی.