د چين دولت رئيس شي جين پينګ پدې وروستيو کې له وروسته پاتې سیمو سره د مرستو په تړاو”د سپين زر عمر عملیات“ملي کمپاين ګډونوالو رضاکارانو ته ځوابي پيغام لیږلی او د هغوی په ګډون د هېواد ټولو زړو کسانو ته یې د دوديز چونګ يانګ اختر يا زړو کسانو ته د درناوي ځانګړي اختر مبارکي ويلې ده.
د چين د زړو کسانو د چارو ملي کمېټې په ۲۰۰۳ م کال کې د سپين زر عمر عملیات کمپاين پر لارې اچولی، چې په جریان کې يې تراوسه د دغه هېواد د بېلا بېلو برخو څه باندې ۷ ميلیونو عمرخوړلو کارپوهانو او زاړو پروفیسورانو د هېواد له وروسته پاتې سيمو سره د مرستو په ۴۰۰۰ برنامو کې برخه اخيستې ده.
دغه کمپاين اوس په چين کې داسې مهم پلاټفورم ګرځېدلی، چې له لارې يې زاړه کسان هم د هېواد په پرمختيا کې خپلو ونډو ته دوام ورکوي.
د سپين زر عمر د عملیاتو کمپاين يو شمېر رضاکارانو څه موده مخکې شي جين پينګ ته په يو پيغام کې په دغه کمپاين کې د خپلې برخې اخيستنې په اړه معلومات ورکړي او هوډ يې څرګند کړی، چې ټولنې ته د خدمت کولو او د هېواد د عصري کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.