چين د اکتوبر په ۹مې نېټې د سويس په جنيوا کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د ۲۰۲۴م کال د چاپېريال ساتنې اوونۍ په ترڅ کې د سوداګرۍ په اړه د اقليمي تدبير او پرمختګ په نوم سيمينار ترسره کړی او ډېره پراخه پاملرنه يې راجلب کړې ده.
د سيمينار ګډونوالو د سوداګرۍ په اړه اقليمي تدبيرونه او د پرمختیايي هېوادونو ننګونې او چلینجونه تحليل کړي او د نړیوال سوداګریز چاپېريال د ښه کېدو او د څو اړخيزو همکاريو د ټينګېدو په اړه يې مباحثې کړي او هوکړه یې کړې، چې د نړۍ د اقليمي بدلون په اړه به فعال خدمتونه وکړي.