د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اکتوبر په لسمې نېټې د فرانسې په غوښتنې د لبنان او اسرائيل ترمنځ د روان کړکېچن وضعيت په اړه بېړنۍ غونډه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ په يادې غونډې کې ګډون او وینا کړې او له لبنان او اسرائيل یې غوښتي، چې زغم او حوصله ولري او اوربند ته دې لومړيتوب ورکړي.
نوموړي ويلي، له څو اوونیو راهيسې د لبنان او اسرائيل ترمنځ وضعيت ترينګلی شوی او
اسرائيلي ځواکونو څو ساعته دمخه په لبنان کې د ملګرو ملتونو د ځواکونو پر پوستو او کمپونو بريدونه کړي، چې له امله يې څو تنه ټپيان شوي دي.
فو څونګ د اسرائيلي ځواکونو پر دغه بريد سختې نېوکې کړي او ويلي یې دي، چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو ځواکونه د امنیت شورا د صلاحیت له مخې سوله ساتي دنده ترسره کوي او پر سوله ساتو ځواکونو هر ډول بريد د بشردوستۍ له نړيوالو قوانينو او د امنيت شورا له ۱۷۰۱م نمبر پرېکړه ليک سره په ټکر کې دی او د شخړو ښکېلې خواوې باید د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو دندې په نظر کې ولري.
نوموړي پر اسرائيلي ځواکونو غږ کړی، چې د دغې پېښې په اړه پلټنې وکړي او د ورته پېښو د بيا رامنځته کېدو مخه دې ونيسي.
فو څونګ زياته کړې، د جګړو ښکېلې خواوې باید په لبنان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په شمول د دغه سازمان ټولو کارکوونکو او شتمنيو ته پاملرنه وکړي.