د چين سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په لسمې نېټې خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړنیو اتو مياشتو کې یې خدماتي سوداګرۍ چټک پرمختګ کړی او صادراتي او وارداتي عمومي ارزښت یې ۴۸۸۶ ميليارډه او ۵۶۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۴ اعشاريه ۳ زيات دی.
شمېرنې ښيي، د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې د چين د خدماتي سوداګرۍ صادراتي ارزښت ۲۰۰۵ ميليارډه او ۸۴۰ ميليونه يوانه و، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۳اعشاريه ۳زياتوالی ښيي او دغه راز وارداتي ارزښت يې ۲۸۸۰ ميليارډه او ۷۲۰ مليونه يوانه و، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۵ اعشاريه ۱ زياتوالی ښيي او منفي توازن يې ۸۷۴ ميليارډو او ۸۸۰ مليونو يوانو ته رسېدلی دی.