د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۱۰مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د تايوان سيمې د تش په نوم مشر لای چينګده د څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
ماو نينګ ويلي، د لای چينګده خبرو د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ تاريخي اړيکو ته زيانونه رسولي، په دې وروستيو کې يې د تايوان د خپلواکۍ نظريې خپرې کړي، له چين څخه د تایوان د جلا کېدو هڅې يې کړي او د خپلو سیاسي موخو لپاره یې د تايوان تنګي سولې او ثبات ته زيانونه رسولي دي.
ماو نينګ ويلي، په نړۍ کې د چين په نوم یوازې يو هېواد شته او تايوان یې د خاورې يوه برخه ده.
نوموړې زياته کړې، که لای چينګده هر څه وايي او يا يې کوي، خو دا اصلي حقیقت نشي بدلولی، چې د تايوان تنګي دواړه غاړې د چين برخې دي او چينايان به بیا متحد کېږي.