د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۱۰مې نېټې يو خبري کنفرانس ورکړی او د چين او اسیان د همکاريو په اړه یې رسنيو ته مالومات ورکړي دي.
د فليپين ولسمشر مارکوس د روانې مياشتې په ۱۰مې نېټې د اسيان په سرمشريزې کې د جنوبي سمندري په اړه ويلي، چې هېواد یې د قانون د حاکميت او د اصولو پر بنسټ نړيوال نظام ته درناوي لري او د اسيان له غړو هېوادونو څخه یې غوښتي، چې د بهرنيو هېوادونو اجباري کړنې وڅاري او تر نظر لاندې دې يې وساتي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ ويلي، د چين او اسيان د ګډو کوښښونو په رڼا کې د جنوبي سمندر وضعيت ارام شوی دی.
نوموړې ويلي، هېواد يې د تاريخي حقيقتونو او نړيوالو قوانينو په رڼا او د ډيالوګ او مشورو له لارې د سمندري ستونزو پر حلولو ټينګار لري، له هر ډول سرغړونې سره مخالفت کوي او په ورته وخت کې خپل ځمکنی او سمندري حاکميت هم په ټينګه ساتي.
ماو نينګ زياته کړې، چين به د اسيان له غړو هېوادونو سره د جنوبي سمندري سيمې ګډې اعلاميې پلې کړي او د سيمې د سولې، دوستۍ او همکارۍ د ساتنې لپاره به کوښښونه وکړي.